سمنګان کې ۳۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
د سمنګان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د ایبک ښار په آقمزار سیمه کې ۳۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي د تریاکو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په یوه بار وړونکي موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې له بغلان څخه یې بلخ ته ولېږدوي، چې د سمنګانو پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته ضبط شوي.
د یادونې ده چې د دې قضیې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي.