سمنګان او هرات کې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په ایبک ښار کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د قتل، وسله والو غلاوو او د ځمکې غصب په تړاو نیولي دي.
همداراز د هرات ښار د پنځمې او یوولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې دوه تنه د دوه بېلو عملیاتو په لړ کې د ۸۰۰ زرو نقدو پیسو او یو عراده موټرسایکل د غلا په تړاو نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل تفنګچه او یو عراده غلا شوې واسطه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.