سرپل کې درې ترهګر طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۹ - ۱۳:۴۸

وړمه شپه ملي پولیس د سرپل ولایت د مرکز په "بغاوي بلوچ" کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د دې نښتې په ترڅ کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ترهګر ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په‌دې نښته کې د ملي پولیسو دوه منسوبین هم برسېرن ټپیان شوي دي.