سرپل، تخار او سمنګان کې پنځه تنه د وژنې، غلا او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۴۳
7

د سرپل، تخار او سمنګان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په پایله کې پنځه تنه د وژنې، غلا او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د سرپل ولایت په بلخاب او سانچارک ولسوالیو کې درې تنه د وژنې د دوه قضیو، د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په اړوند سیمو کې یو حرفوي غل او د سمنګان ولایت د ایبک ښار په اړوند سیمو کې یو نامسووله وسله وال له یو میل وسلې سره یو ځای نیول شوي دي.