زابل کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۳ - ۱۷:۴۴

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د لغړ بابا اړوند سیمه کې د ملي پولیسو او  ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې  پنځه تنه طالبان د ملا صدام، ملا عبدالستار او ملا عبدالخالق په ګډون وژل شوي او څلور نور د نویدیار، ملا همت، ملا بشر او ملا اسحق په ګډون ټپیان دي.

د یادولو ده چې په دې نښته کې یو پولیس شهید شوی او یو بل ټپي دی.