زابل کې د څوارلسو طالب ترهګرو وژل کېدل
د زابل او کندهار ولایتونو په لویه لار، د ملي پولیسو او ترهګرو تر منځ نښته کې ۱۴ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې طالب ترهګرو غوښتل د زابل او کندهار ولایتونو د لویې لارې پر پوستو برید وکړي، چې د ملي پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شول او په ترڅ کې ۶ طالب ترهګر وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.