زابل کې د ترهګرو طالبانو ځای پر ځای شوي ماین ۱۳ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړل

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۴:۲۴

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت په زابل ولایت کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله چې په‌کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، په کلکو ټکو غندي.
پرون ماښام د زابل ولایت په میزان ولسوالۍ کې د ملکي سورلیو یو موټر د ترهګرو طالبانو د سړک‌غاړې پر ځای پر ځای شوي ماین ختلی، چې په ترڅ کې یې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. ټپیان د دې پېښې له رامنځته کېدو په هماغه لومړنیو شېبو کې روغتون ته لېږدول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ د ژورو مراتبو د وړاندې کولو او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنې سربېره؛ د دې پېښې عاملین د جګړې په ډګر کې مات شوي دښمنان یادوي، چې د دا ډول وحشیانه جنګي کړنلارې له مخې ملکي وګړي په قصدي توګه په نښه کوي.