زابل کې د ترهګرو طالبانو د برید پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۵:۴۴
1

تېر ماښام ترهګرو طالبانو د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په کجیر خېلو سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي دي.
د ملي امنیتي - دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او پینځه نور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې نښته کې یو دفاعي سرتېری هم ژوبل شوی دی.