زابل، غور او لوګر کې د ترهګرو طالبانو بریدونه شنډ او پر وړاندې یې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ترهګرو طالبانو د زابل، غور او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د هېواد د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او له امله یې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
ترهګرو طالبانو د زابل ولایت د نوبهار او میزان ولسوالیو په اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. د نښتې په پایله کې د ترهګرو طالبانو شپږ عرادې موټرسایکلونه هم د هېواد د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.
همداراز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په اړوند پرتو سیمو کې هم د پولیسو په ځوابیه برید کې د ترهګرو طالبانو د دوه کلیدي غړو راشد او محمدګل په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
بلخوا ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په راه کجي کلي او د برهکي برک ولسوالۍ په تقي قلعه کلي کې د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې بیا ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په غور کې د دواړو لورو تر منځ د نښتې په ترڅ کې دوه ملي پولیس برسېرن ټپيان شوي او په زابل و لوګر کې بیا امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسېدلی.