زابل، خوست او سرپل کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۰:۱۷
5

د زابل، خوست او سرپل ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د زابل د مرکز کلات ښار او د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ملکي مرګ ژوبلې او د سرپل د مرکز د کورک کلي د پل د ورانولو په هدف درې کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو؛ چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.