د ګډو عملیاتو په ترڅ کې په پکتیکا کې ۳۷ تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۱۴:۵۶

د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند خربین په سیمه کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي وو، چې نن غرمه مهال ۱۲ بجې پای ته ورسېدل.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې هوایي ځواک یې هم ملتیا کوله د دریو سرګروپانو (نظامي مسؤل سادات، د مرکز لپاره تش په نوم ولسوال عمر او یوبل ډلګی مشر معتصم) په ګډون ۳۱ تنه ترهګر ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.
له وژل شویو ترهګرو څخه د دریو تنو جسدونه د جنګ په میدان کې پاتې وو او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم د افغان ګډو ځواکونو لاسته لویدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم په خوشامند ولسوالۍ کې شل تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې له جملې یې ۱۴ تنه وژل شوي وو او ۶ نور یې ټپیان وو.