د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۰
asdasf

د کورنیو چارو وزیر، محترم الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني، نن په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د نړیوالو سیالیو له ګډون کوونکو هېوادونو د استازو او ورزشکارانو سره وکتل.

قدرمن خلیفه صاحب وویل: د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو راتګ او دلته یې د تود هرکلي او مېلمه‌پالنې تجربه دا ښيي چې هېواد ورځ تر بلې د خوښۍ او پرمختګ پر لور روان دی، او د افغانستان د سولې او ثبات پیغام په پراخه کچه خپرېږي.

خلیفه صاحب د ګډون کوونکو هېوادونو له ورزشکارانو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې ورزشکاران د خپلو هېوادونو غیررسمي ورزشي سفیران دي، نو باید د افغانستان د سولې، ورورولۍ او مثبت تصویر پیغام له ځان سره خپلو هېوادونو ته یوسي.

نوموړي همدارنګه د المپیک ادارې له مشرتابه او د افغانستان د ورزشکارانو له استازو سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ، او د بهرنیو ورزشکارانو د مېلمه‌پالنې او د سیالیو د ښه تنظیم له امله یې ستاینه وکړه.