د کورنیو چارو وزارت پر اصلاحي برنامو بحث وشو

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۲۲:۱۱
4

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي خپل حضور ته ومانه.

په دغه کتنه کې د کورنیو چارو وزارت پر اصلاحي برنامو په ځانګړي ډول جرایمو سره پر مبارزې، کابل ښار کې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستو او په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیسو پر تعلیمي برنامو خبرې وشوې.

همداراز د کرونا ویروس خپرېدو له امله د ګواښونو په اړه خبرې وشوې او جمهوررئیس غني د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د ملي پولیسو په لیکو کې د دغه ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر د لازمو تدابېرو لارښوونه وکړه.