د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري له لوري خوست ته نوی مرستیال والي ور وپېژندل شو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۷:۲۰


په همدې موخه جوړ شوي مراسمو کې، چې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال په ګډون پکې د یاد ولایت والي مولوي بسم الله عبدالله، اوسني او پخواني مرستیال واليانو او یو شمېر مسوولینو برخه اخیستې وه، مولوي محبوب شاه قانت یاد ولایت ته د نوي مرستیال والي په توګه ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، د پخواني مرستیال والي چارې وستایلې او وې ویل، چې نوموړی یو مخلص، ژمن او طاعت کوونکی شخص دی. دغه راز ښاغلي عمري د نوي ټاکل شوي مرستیال والي په اړه وویل، چې نوموړی عالم انسان دی او په تېر ماموریت کې یو بریالی شخص ثابت شوی دی.