د کورنیو چارو وزارت سرپرست د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ

hakimi-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۹:۱
1

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ. 
جنرال عبدالستار میرزکوال د دې سفر په ترڅ کې د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ او همدارنګه د نور امنیتي او دفاعي بنسټونو له مشرتابه سره فوق العاده امنیتي ناسته ترسره کړه او د روان امنیتي وضعیت پر وړاندې د شته ننګونو د ارزونې سربېره یې د امنیتي وضعیت د ښه والي په پار مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یاد ولایت له قومي مشرانو او متنفذینو سره د غونډې پر مهال دوی ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د خلکو په ملاتړ ترورېستي ډلې په ځانګړې توګه طالبان وځپي. 
د یادونې وړ ده چې جنرال عبدالستار میرزکوال په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو او امنیتی ځینې مېشت منسوبین چې د امنیت ساتنې او همدارنګه د قانون د تنفیذ په برخو کې یې په ور سپارل شویو چارو کې له ځانه وړتیا ښودلې وه، ستایلي دي.