د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په مشرۍ د یاد معینیت امنیتي غونډه ترسره شوه
په یاده امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د هېواد خوندي امنیت په موخه خبرې وکړې او له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې مننه وکړه، چې د کلکې همغږۍ او لوړې انګیزې له مخې یې د دښمنانو پروړاندې خپلې سینې سپر کړي او دښمنانو ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي.
ښاغلي ابراهیمي د ملي پولیسو په ټولو ادارو کې کار اهل کار ته د سپارلو، د تخنیکي او ټيکنالوژيکي وسایلو څخه د سمې او سالمې ګټې اخیستنې په موخه اړونده مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د پولیسو په لیکو کې د پراخې کاري ارزونې او څېړنې په اړه یې د استخباراتو ریاست ته دنده وسپارله چې د کورنیو چارو وزارت د ټولو ادارو پرسونل دې وڅاري او د هر کس کاري مخینه، خپلو خلکو، ملي ګټو او نظام ته ژمنتیا او د کاري وړتیا په موخه دې کلکه څارنه او ارزونه پیل کړي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت اړونده مسوولینو په خپل وار سره خبرې وکړې او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته یې د خپلو ترسره شوو کاري چارو راپورونه وړاندې کړل چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له لورې د ټولو مسوولینو کاري راپورونه وارزول شوو.