د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت د ننګرهارولایت دامنیه قومندانۍ او دملي پولیسو دبیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو څخه لیدنه وکړه.

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۱۸:۲
01

دکورنیو چارو وزارت سترامنیتی معین مل پاسوال خوشحال سعادت د ملي پولیسو له سرښندنو او کارکړنو مننه وکړه او د ترهګرر پر وړاندې د دوی پر مقدسه مبارزه ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې ملي پولیس د ټولنې غښتلې بچیان او ریښتینې خدمتګاران دي او خپله سپیڅلې دنده باید په پوره صداقت سره ترسره کړي د دې ترڅنګ؛ ښاغلي سعادت دننګرهار ولایت ملي پولیسو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو زده کړو او د ظرفیتونو لوړولو ته به د کورنیو چارو وزارت پوره پام وکړي ترڅو په راتلونکي کې له خپلې خاورې او ولس نه په ډاډمنه توګه دفاع اوساتنه وکړی، همدارنګه یی د یاد ولایت ټولو امنیتی مسوولینو ته په جدي توګه لارښونه وکړه چې د خلکو د خوندې امنیت دټینګښت په برخه کې دې پوره کوښښ وشي ترڅو د ننګرهارویاړلي ولسونه د سولي اوارامۍ په فضا کې په ډاډمنه توګه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بوځي او په دې برخه کې د پولیسو له لورې هر ډول بی باکې اوناغیړې د کورنیو چارو وزارت ته د منلو وړ نه ده
په همدې حال کې؛ د ننګرهار ولایت امنیه قومندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته د قانون د پلې والي او امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ او ويې ویل، چې هېچا ته به د ننګرهار د ولسونو د آرام ژوند د نا آرامولو اجازه ورنه کړي.
 د سفر په لړ کې، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د ننګرهار ولایت د شنیوارو ولسوالۍ له امنیتې وضعیت او منسوبینو څخه هم لیدنه وکړه د یادې لیدنې په ترڅ کې، مل پاسوال خوشحال سعادت اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د ګډو ځواکونو تر څنګ د ولسونو او ملکي بېلابېلو ادارو سره همغږي لا پیاوړې کړي او خپلې دندې د قانون د حکمونو پر بنسټ په پوره ژمنتیا سره ترسره کړي د لیدنې په لړکې د ننګرهار ولایت دملي پولیسو یوشمیر او افسران، ساتمنان او سرتیرې چې د دندو پرمهال یې له ځانه وړتیاوي ښودلي وي.
 دکورنیو چارو وزارت د ستر امنیتی معین له لورې دستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.