د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۲۰ تنه مسلکي پولیس فارغ شول.
په دې فراغت غونډه کې د پولیسو ښوونیز مرکز قوماندان مولوي عبدالله یاسر د امارت مشرانو او ولس ته ډاډ ورکړ، چې پدې ښوونیز مرکز کې به مسلکي پولیس روزل کېږي او افغان ولس ته به د خدمت جوګه ګرځي.
۱- مولوي عبدالله یاسر - د تربیوي مرکز قوماندان
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لوی قوماندان مولوي عبدالکریم حسیب هم خبرې وکړې او فارغ شویو پولیسو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ پر لا مسلکي ښوونه او روزنه ټینګار وکړ.
۲- مولوي عبدالکریم حسیب - د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لوی قوماندان
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت دفتر رییس مولوي طاهر فارغ شویو پولیسو ته ډاډ ورکړ چې د وزارت مشرتابه به له دوی څخه بشپړ ملاتړ کوي او د چارو لازم امکانات به ورته برابروي.
۳- مولوي طاهر - د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت دفتر رییس
غونډه د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.