د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژي معینې خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر کړی

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۴:۵۲
ب

د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژي معینې حسنا جلیل پکتیا او خوست ولایتونو ته سفر کړی او د سفر په لړ کې یې د یادو ولایتونو د ملي پولیسو له منسوبینو او مشرتابه سره د کتنې سربېره د والیانو، مدني ټولنې غړو، سیاسي فعالینو او د ښځو حقونو فعالینو سره کتلي دي.
دا سفر په سویل ختیځو ولایتونو کې په ځانګړې توګه د خوست او پکتیا ولایتونو لپاره د کورنیو چارو وزارت د څلور کلن پلان د ضعف او قوت ټکو د ترلاسه کولو په هدف ترسره شوی دی.
آغلې جلیل په ټینګار سره ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت په څلور کلن ستراتیژیک پلان کې د ملي پولیسو تقویت، تجهیز او مسلکي سازۍ ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
نوموړې همداراز وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د څلور کلن ستراتیژیک پلان له مخې به د ښځینه پولیسو معیشتي وضعیت، کاري مصوونیت او همداراز د پولیسو لیکو ته د دوی جلب او جذب ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژي معینې د ملي پولیسو لیکو کې د ښځو د حضور د برجسته کولو په موخه د ښځو حقونو له یو شمېر فعالینو سره هم کتلي دي.