د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې شرطې

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۵
hgkgkgk

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې شرطې د څو بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۶ تنه د غلا، وژنې او قماربازۍ په تړاو نیولي دي. له دې ډلې، ۴ تنه د قماربازۍ په تړاو د فاریاب ولایت په قیصار کې، ۳ تنه د یوې انجلۍ د وژنې په تړاو د نورستان ولایت په نورګرام کې، ۳ تنه غله په هلمند کې، ۳ وسله وال غله په نیمروز کې او ۲ تنه د غلا په تړاو په غزني او فراه ولایتونو کې نیول شوي دي. دغه راز د کاپیسا ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو یو تن چې د څلورو نورو کسانو په قتل د بغلان په ولایت کې تورن دی، د دغه ولایت په اړونده سیمو کې نیولی دی.