د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو په ۴ ولایتونو کې نیولي دي.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۰
asdfas

له نیول شوو کسانو څخه؛ ۹ تنه په هلمند کې د اجناسو او پیسو د غلا په تړاو، ۳ تنه غله په نیمروز، ۲ تنه غله په فراه او یو بل تن له یو میل تومانچې، ۶ لاسي بمونو او یو شمېر د پیکا له مرمیو سره په بادغیس ولایت کې نیول شوی دی.