د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت اړوند د روغتیايي چارو لوی ریاست د پولیسو په ملي او تخصصي روغتون کې د غوږ د پردې بریالۍ جراحي ترسره شوه.

دا په تېرو څلوېښتو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دغه روغتون کې دغه ډول عملیات کېږي.
د یاد روغتون متخصصو ډاکټرانو په یو بې ساري نوښت سره د یو ناروغ غوږ ته پرده واچوله، چې د اورېدو په برخه کې یې د پام وړ ښه والی رامنځته شو.
د روغتیايي چارو لوی ریاست مسؤلین وایي، دوی د نویو طبي امکاناتو، تخصصي جراحۍ او عصري درملنې له لارې د خلکو د خدمتونو د لا ښه والي لپاره جدي هڅې کوي.