د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د کاناډا سفارت له شارژدافیر سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کاناډا سفارت له شارژدافیر فرانکوېس رایویست سره وکتل.
جنرال عبدالستار میرزکوال په دې کتنه کې له افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه ملي پولیسو سره د کاناډا له مرستو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې یاد ځواکونه ترورېستي ډلو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې مصوونیت وګواښي.
په همدې حال کې؛ د کاناډا سفارت شارژدافیر هم ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د ترهګرۍ تر بشپړې ځپنې پورې له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.