د کورنیو چارو سرپرست وزیر له یو شمېر متقاعدو جنرالانو او نظامي کارپوهانو سره وکتل

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۲۰:۲۴
y

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات له یو شمېر متقاعدو جنرالانو او د نظامي چارو له کارپوهانو سره وکتل او په ګډه یې روژه ماتی وکړ. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر یادو کارپوهانو ته په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو بهیر د څرنګوالي، لاسته راوړنو، شته ننګونو او راتلونکو پلانونو په تړاو مالومات ورکړل او په اړونده برخو کې یې د دوی د سلا مشورو غوښتنه وکړه.
ښاغلي حیات د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ښوونه او روزنه کې د متقاعدو جنرالانو هڅې د ستاینې وړ وبللې او ویې ویل، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه هڅه کوي څو په دې برخه کې د مجربو متقاعدو جنرالانو او نظامي کارپوهانو د سلا یو ګډ بورد جوړ کړي. 
متقاعدو جنرالانو او د نظامي چارو کارپوهانو په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو پيل شوی بهیر وستایه او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد د عامه امن او نظم د ټینګښت په برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي او د چارو د لا سمون په موخه به خپلې همکارۍ مدام وساتي.