د کورنیو چارو سرپرست وزیر له جنایي جرمونو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۲۰:۳۰
01

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي کابل ښار کې له جنایي جرمونو سره د چټکې مبارزې په موخه پنځمې امنیتي حوزې ته تللی او هلته یې له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د یادې حوزې د منسوبینو وروستۍ کړنې او فعالیتونه له نږدې څارلې او ارزولې دي.

محمد مسعود اندرابي د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ملي پولیسو له ګرځنده ګزمو لیدنه وکړه او ویې ویل، چې د کابل ښار اوسنی وضعیت د کورنیو چارو وزارت مشرتابه او خلکو ته د منلو وړ ندی او پولیسو ته یې دستور ورکړ؛ چې له جرمونو په ځانګړې توګه له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلي اندرابي له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د جوړې شوې کړنلارې یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د دې کړنلارې په تطبیق سره به کابل ښاریان په بېلابېلو برخو کې د مثبتو بدلونونو په ځانګړې توګه له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د جنایي جرمونو د کموالي شاهد وي.

همداراز د کورنیو چارو سرپرست وزیر په ارغندې چوک کې له نشه یي توکو سره د مبارزې او نورو کشفي او امنیتي منسوبینو څخه هم لیدنه وکړه او د دوی له شپه او ورځنیو کوښښونو یې ملاتړ او ستاینه وکړه.