د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل له قرباغ ولسوالۍ لیدنه وکړه

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه له دې ولسوالۍ لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په لړ کې محمد مسعود اندرابي د قرباغ ولسوالۍ له اوسېدونکو، مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو سره هم وکتل او د یادې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې یې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
ښاغلي اندرابي قرباغ مېشتو ته ډاډ ورکړ، چې ملي پولیس به یې د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې لا کوټلي ګامونه پورته کوي او پدې وروستیو کې یې په قرباغ ولسوالۍ کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د پولیسو فعالیتونه وستایل.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د قرباغ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ له نوې رهبرۍ هم لیدنه وکړه او ویې ویل، چې قره باغ ولسوالۍ د کابل ښار د امنیت ساتنې په برخه کې هم مهم او موثر رول لري.
په پای کې د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکو هم د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي ته ډاډ ورکړ، چې د امنیتي وضعیت په برخه کې به له خپلو ملي پولیسو سره پوره مرسته وکړي.