د کورنیو چارو سرپرست وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني، د اسد ۲۸مې د خپلواکۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خپله وینا وکړه.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۲:۳۲
ثبایبلی

قدرمن خلیفه صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې د آزادۍ د نعمت شکر باید داسې ادا شي چې خدای تعالی موږ بیا له داسې آزمائش سره مخامخ نه کړي. نوموړي زیاته کړه چې د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ په مبارزه کې دیني علماوو او مشایخو لویه ونډه درلوده.

خلیفه صاحب دې ته اشاره وکړه چې آزادۍ ګټل او ساتل دواړه سخت کارونه دي، خو د ساتلو مرحله یې تر ټولو ستونزمنه ده. هغه همدارنګه وویل چې کلتوري او فکري مبارزه روانه ده، او باید متوجه اوسو ترڅو ځوانان بیداره او هوښیار پاتې شي. هغه خبرداری ورکړ چې که ځوانان د فکري حملې ښکار شي، نو زموږ ویاړونه او ارزښتونه به ورته بې‌معنې او بې‌ارزښته ښکاري. 

نوموړي ټینګار وکړ چې دښمن زموږ فکري او فزیکي وحدت ته ستونزه جوړوي، او وحدت مو باید ټینګ وساتو. خلیفه حقاني زیاته کړه چې له فتحې وروسته د عفوې او نرمۍ چاپېریال د ټولو هیوادوالو د یووالي سبب وګرځېد.

په خپله وینا کې حقاني دې ته هم اشاره وکړه چې د هغو نومونو او شعارونو تر چتر لاندې چې اشغال راغلی و، د اثر کمولو په خاطر د اصلاح په توګه هغه منع شوي دي. هغه وویل چې د امان الله خان د آزادۍ او نورو تاریخونو بحث ته اړتیا نشته، خو اوسنی د امارت آزادي داسې ملي او اسلامي آزادي ده چې سارې یې نه شي پیدا کېدلای.

په پای کې خلیفه صاحب وویل چې حکومت او امارت د رعیت لپاره د مور او پلار حیثیت لري. هغه ټینګار وکړ چې باید خپل خلک په ځان راټول کړو، نه دا چې له ځان څخه یې لرې کړو. هغه د ورورګلوۍ ژوند غوره کولو ته اشاره وکړه، او زیاته یې کړه چې الحمدلله، د افغانانو ترمنځ د اشغال له امله رامنځته شوې فاصلې ورځ تر بلې کمیږي او ختمیږي.