د کورنيو چارو وزارت سرپرست پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ورځې په یاد جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

د کورنيو چارو وزارت سرپرست محترم خليفه سراج الدين حقاني يادې غونډې ته په وينا کې وويل: د پخواني شوروي اتحاد يرغل افغانستان کې د ستونز او کړاوونو پيلامه وه او له افغانانو يې درنه قرباني و اخيسته. د خليفه صاحب په وينا، د ياد يرغل په پايله کې هېواد کې د رامنځته شوي قومي وېش له امله افغانان اوس هم يووالي ته د رسېدو په لار کې دي.
خليفه صاحب زياته کړه، د شوروي اتحاد له يرغل وروسته امريکا هم افغان ولس شل کاله له ستر ناورين سره مخ کړ چې د مجاهدينو او ولس د بې شمېره سرښندنو په درشل کې امريکا هم له ماتې سره مخ او د افغانستان پرېښودو ته اړ شوه.
ښاغلي حقاني وويل: د اسلامي امارت مجاهدينو قربانۍ د سيمو او قومونو د وېش په موخه نه، بلکې د اسلامي نظام ټينګښت، خلکو ته د حقه حقونو ورکړې، فتنو له منځه وړل او د ملت ترمنځ يووالي رامنځته کېدل دي.
د خليفه صاحب په وينا، له غربي يرغلګرو سره د اسلامي امارت د مبارزې موخه د هېواد آزادي وه، هېواد کې د اسلامي نظام له ټينګښت سره اوس اړتيا ده چې د ولس د هوساينې په موخه کار وکړو.
ښاغلي حقاني همدا راز زياته کړه، د افغانان همت پخوانی شوروي اتحاد او امريکا له داسې ماتې سره مخ کړل چې د بهر کېدو د لړۍ پرمهال يې د خپل حيثيت ساتلو په موخه له افغانانو د ډېرې مودې غوښتنه کووله.
خليفه صاحب دې غونډه کې له نړيوالو و غوښتل چې افغان کډوالو سره د نړيوالو نورمونو په پام کې نيولو سره چلند و کړي.
د خليفه صاحب په وينا ولس مسؤل دی چې د هېواد او نظام پر وړاندې د پرديو د دسيسو مخنيوی او له نظام سره په ګډه کار و کړي.
ښاغلي حقاني دغه راز ټينګار وکړ چې د ولس مشروع غوښتنې بايد په پام کې و نيول شي او که چېرې ستونزه رامنځته کيږي په ښه چلند او تعامل سره بايد حل لارې ورته و لټول شي.