د کندهار-هرات پر لویه لار پر مسافر وړونکي بس د ماین چاودنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi
ی

د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت پر مسافر وړونکي موټر ماین چاودنه چې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، جنګي جنایت یادوي او په کلکو ټکو یې غندي.
دا پېښه نن سهار شاوخوا ۰۵:۳۰ بجې د هرات-کندهار پر لویه لار د شینډنډ ولسوالۍ په شوز سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو یو مسافر وړونکی موټر په ماین نښه کړ او په ترڅ کې یې د مسافرو ښځو، ماشومانو او نارینو په ګډون ۳۴ تنه شهیدان شوي او ۱۷ نور ټپیان دي؛ چې ټپیان په بېړه د امنیتي ځواکونو لخوا روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ملي پولیسو ته د ملکي خلکو د حفاظت دستور ورکوي او پر دې ټینګار کوي، چې له ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي او له خپلو هېوادوالو د ترهګرو په پېژندنې کې د مرستې غوښتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت پداسې حال کې چې د دې پېښې له شهیدانو او ټپیانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو له مرګ ژوبلې خواشیني ښيي او کورنیو ته یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي؛ همداراز په دې ټینګار کوي چې د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت دی.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

Back to announcements