د کندهار او کندز ولایتونو د ملي پولیسو له روزنیزو مرکزونو څخه په سلګونه تنه مجاهدین له عقیده تي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
د فراغت مراسم چې په بېله بېله توګه په یادو ولایتونو کې جوړ شوي وو، پکې مسوولینو، منسوبینو، علمای کرامو او یو شمیر قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر، چې د کندهار ولایت د پولیسو روزنیز مرکز په فراغت غونډه کې ګډون کړی وو، وویل: امنیتي ځواکونه د اسلامي نظام بنسټ او ستنې دي. مونږ باور لرو چې، هغه امنیتي ځواکونه چې د ایمان، اخلاص او مسلکي زده کړو پر بنسټ زده کړې وکړي خپلې ټولې هڅې به د وطن په ساتلو، د نظام ټینګښت او د اسلامي شریعت په پلي کولو کې په کار واچوي. زه له تاسې ټولو هیله لرم چې، خپل ولس ته خدمت وکړئ، فساد ته نه ووایئ او د شهیدانو ارمانونه ژوندي وساتئ.
دغه راز نورو مسوولینو په خپلو خبرو کې، د پولیسو پر عقیده تي او مسلکي زده کړو ټینګار وکړ او دوی ته یې لارښوونه وکړه چې د ولس سره نیک چلند ولري او خپلې دندې په پوره صداقت او ریښتینولئ سره تر سره کړي.
د ویلو وړ ده چې، ۵۲۵ تنه د کندهار ولایت له روزنیز مرکز او ۳۷۸ تنه د کندز ولایت د ملي پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ او د خدمت په توګه ټولنې ته وړاندې شول.