د کابل پولیسو یو کس د پیسو د غلا په تړاو نیولی.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د لومړۍ حوزې منسوبینو یو کس د نقدو پیسو د غلا په تړاو د میوند له اړوند سیمې نیولی دی.
یاد کس د ۹۰۰ زرو افغانیو او ۶۴ زره امریکايي ډالرو په غلا تورن دی، چې د کابل ښار د نهمې ناحیې له دوه مېشتو یې تښتولې وې.