د چین نړیوال امنیتي کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت لوړرتبه پلاوي ګډون او وینا وکړه

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۶
شسیبشب

د چین د خلکو په جمهوریت کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس لِوی پاسوال مولوي زین‌الله عابر او د وزارت سریاور مل پاسوال مولوي عبدالرحیم ثاقب په مشرۍ لوړرتبه پلاوي ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د استازي په وینا، نړۍ دا مهال له ګڼو پېچلو امنیتي ننګونو؛ لکه جګړو، شرخوښو ډلو، نشه‌یي توکو، سازمان‌شوو جرمونو، سایبري ګواښونو، ناقانونه کډوالۍ او نورو امنیتي ستونزو سره مخ ده چې د مخنیوي لپاره یې د هېوادونو ګډې همکارۍ اړینې دي.

نوموړي وویل، افغانستان د څو لسیزو جګړو او بې‌ثباتۍ تر سختو تجربو وروسته اوس د امنیت او ثبات نوي پړاو ته داخل شوی او د اسلامي امارت امنیتي بنسټونه د هېواد په ټوله جغرافیه کې د خلکو د ژوند، مال او عامه نظم د ساتنې لپاره هڅې کوي.

د کورنیو چارو وزارت استازي زیاته کړه چې افغانستان نه غواړي خاوره یې د هېڅ هېواد پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره وکارول شي او امنیتي ځواکونه د هېواد په دننه کې د هر ډول ناامنۍ د مخنیوي او د امنیت د اخلال کوونکو د ځپلو وړتیا لري.

په وینا کې د سیمه‌ییز امنیت په اړه ټینګار وشو چې د افغانستان امنیت د سیمې له امنیت سره نه بېلېدونکی تړاو لري او د متقابل احترام، نه‌مداخلې، ښه ګاونډیتوب او ګډو امنیتي همکاریو پر بنسټ د هېوادونو اړیکې کولی شي د سیمې د ثبات، سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي له چین سره د امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه وویل چې افغانستان د دواړو هېوادونو د ګډو امنیتي او اقتصادي ګټو پر بنسټ له چین سره د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتونکی دی او چمتو دی د نشه‌یي توکو، سازمان‌شوو جرمونو، قاچاق او نورو ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

همداراز، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان ترسره شوي اقدامات یاد شول او ټینګار وشو چې د دې پدیدې د له منځه وړلو مبارزه د افغانستان ترڅنګ د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤولیت دی. په همدې موخه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وشوه چې د بدیل کښت، کرنې او اقتصادي فرصتونو په برخو کې له افغانستان سره عملي همکاري وکړي.

د کورنیو چارو وزارت استازي د نوو امنیتي ګواښونو په اړه د هېوادونو ترمنځ د امنیتي ادارو د اړیکو، د تجربو د تبادلې، مسلکي روزنې او د استخباراتي معلوماتو د مسؤولانه شریکولو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

نوموړي په پای کې وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت پیغام روښانه دی؛ افغانستان سوله، امنیت او اقتصادي پرمختګ غواړي او د داسې سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ملاتړ کوي چې پر متقابل احترام، ګډ مسؤولیت او ګډو ګټو ولاړ وي.