د پکتیا ولایت امنیتي وضعیت وارزول شو
د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې لوی رییس مل پاسوال جمشېد طوطاخېل د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
مل پاسوال جمشېد طوطاخېل د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ له مشرتابه، د حوزو امرینو او یو شمېر منسوبینو سره وکتل او پکتیا کې یې له جنايي جرمونو، نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې اړوند فعالیتونه له نږدې وڅارل او د چارو د لا سمون په هدف یې منسوبینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي طوطاخېل د پکتیا ولایت منسوبینو ته د راتلوونکي امنیتي پلانونو د عملي کولو په برخه کې هم د پام وړ لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې کورنیو چارو وزارت کې اوس تر بل هر وخته زیات د مکافاتو او مجازاتو اصل ته پام کېږي او هر منسوب به په چارو کې له ښوول شویو وړتیاوو سره سم ستایل/مجازات کېږي.
د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې لوی رییس مل پاسوال جمشېد طوطاخېل د دې سفر په لړ کې د پکتیا ولایت منسوبینو ته له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې هم شته پلانونه شرحه کړل او ویې ویل، چې پکتیاوالو ته د لازم امنیت راوستنې په برخه کې باید لا کوټلي ګامونه پورته شي.