د پکتيا ولسونو د یو لاریون په ترڅ کې د خپل نظام او امنیتي ځواکونو په کلکه ملاتړ وکړ.

نن؛ د پکتيا ولایت اوسېدونکو د یوې لویې راټولېدنې په ترڅ کې له خپل نظام او امنیتي ځواکونو څخه کلک ملاتړ څرګند کړ، ولسونو زیاته کړه چې هیچا ته به د ملي ځواکونو د سپکاوي اجازه ورنکړي.
نن سهار سلګونه تنه ځوانانو، قومي مشرانو، ټولنيزو فعالانو، ديني عالمانو، د مختلفو اصنافو استازو او د ولایتي شورا غړو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملي خپلواکۍ او ناموس ساتونکو په توګه تقدير او د ګلانو امېلونه یې ورپه غاړه کړل. دوی د نظام او ملي ځواکونو په اړه د طالبانو د سیاسي پلاوي د مشر وروستۍ څرګندونې په کلکه وغندلې او هغه یې ملي خیانت وباله. ویناوالو وويل، چې دغه ډول دریځونه د افغانانو د ازلي دښمنانو د مفکورې ترجماني ده او وسله وال طالبان باید د سولې په مذاکراتو کې د پردیو د غوښتنو مطرح کولو پر ځای د افغانانو په څېر چلند وکړي.