د پولیسو ځواکونو؛ ۱۴ تنه نیولي او د لسګونه دانو حیواناتو د قاچاق مخه یې نیولې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۱:۵۱
ظرزظزز

د پولیسو ځواکونو، ۱۴ تنه د غلا، قتل او نورو جنایي جرمونو په تړاو د هیواد په ۶ ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، ۵ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو په هرات کې، دوه غله په غور کې، دری تنه د وژنې په تړاو په نورستان کې، دوه غله په لوګر کې، یو تن د یوه عراده موټرسایکل د غلا په تړاو په ارزګان ولایت کې او تن بل سمنګانو ولایت کې نیول شوی.
په همدې حال کې، د پولیسو ځواکونو په کندهار ولایت کې بهر ته د لسګونه دانو حیواناتو د قاچاق مخه نیولې ده.