د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې له څو ترورېستي او جنايي پېښو مخنیوی شوی

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۰:۲
5

د تېرې اوونۍ په لړ کې په کابل، هرات، غزني او کندهار ولایتونو کې د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې له چاودېدونکو توکو او څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی دی.
همداراز د خلکو د همکارۍ له امله د کابل ښار ۱۶ او ۱۷ امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د موټرونو د غلا په تړاو دوه تنه نیول شوي او له یادو کسانو څخه یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
د کابل ښار د ۱۵، ۱۶ او ۱۷ حوزو او ده سبر ولسوالۍ له اړوند سیمو هم د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د اړیکو په نتیجه کې څلور عرادې غلا شوي کرولا او فرونر موټرونه هم پولیسو کشف او ترلاسه کړي دي.
کورنیو چارو وزارت د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو له همکارۍ مننه او درناوی کوي.