د پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز منسوبینو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي مهارتونو د ښوونې برنامه پرانیستل شوه
د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز د کارکوونکو او منسوبینو د ظرفیت لوړونې په پار دوه اونیزه برنامه د (GIZ) موسسې په همکارۍ د ظرفیت لوړونې او مسلکي مهارتونو د ښوونې په موخه پيل شوه.
په یاده برنامه کې د وینا او خبرو-اترو فن، په اطلاع رسونه کې د عمل سرعت، د اړیکو ټینګولو لارې چارې او د اطلاعاتو د ثبت د څرنکوالي برخې د دوه اونیو لپاره د ۱۰۰ تنو (اپرېټرو) د روزنې په موخه ښوول کېږي.
د دا ډول برنامو پرانیستل له جنايي جرمونو سره د مبارزې او د قانون د تنفیذ په برخو کې له پولیسو سره مرسته کوي، څو تر بل هر وخته زیات د امنیت ساتنې په برخه کې د خلکو همکاري جلب کړي.
د پولیسو مسلکي کول او د یادو ځواکونو لپاره د نړیوالو معیارونو سره سم د فني زده کړو زمینه برابرول د کورنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو دي.