د پوليسو په ۳۰۰ بستريز روغتون کې له کرونا سره د مبارزې ځانګړې خونه جوړه شوه

د کورنيو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي نن له هغې خونې ليدنه وکړه، چې پکې د متخصصو ډاکټرانو يوه ډله په دوامداره توګه د پوليسو په ليکو کې د کرونا له پېښو څارنه او پر وړاندې يې پر وخت بېړنی اقدام کوي.
د پوليسو په روغتون کې دا مهال يوه ۱۰۰ بستريزه ځانګړې برخه يوازې د پوليسو په ليکو کې د کرونا د احتمالي پېښو د درملنې لپاره فعا،له شوې ده.
کورنيو چارو وزارت تر دې مهاله په ټول افغانستان کې د پوليسو د وقايوي تدابيرو لپاره د ۷۰ میليونه افغانيو په ارزښت روغتيايي توکي وېشلي دي، تر څو دوی د خلکو د ژغورنې خدماتو برسېره، خپلې روغتيا ته هم پام وکړي.