د پلازمینې کابل په ګډون په ۶ ولایتونو کې ۱۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۴:۳۱
gfhfh

نیول شوي کسان د غلا او غیر قانوني وسلو ساتلو په تړاو په کابل، کاپیسا، تخار، دایکندي، نیمروز او غزني ولایتونو کې نیول شوي.
د کابل د جنایي پیښو سره د مبارزې منسوبینو ۲ تنه د کورنو، پیسو او وسایلو د غلا په تړاو د کابل پنځمې امنیتي حوزې له اړونده سیمو څخه نیول شوي.
په همدې حال کې، یو غل او بل تن د غیر قانوني وسلو ساتلو په تړاو په کاپیسا ولایت کې نیول شوي.
بل لورته، د تخار د جنایي پیښو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د موټر سایکل او د یو بل تن د  ټپي کولو په تړاو د یاد ولایت د خواجه غار او دشت قلعه ولسوالیو په اړوندو سیمو کې نیولي.
د یو بل خبر له مخې، دوه تنه د غلا په تړاو د نیمروز او یو تن بل د خلاف کارۍ په تړاو په غزني ولایت کې نیول شوي.
دغه راز، د دایکندي پولیسو دوه تنه د یوه دوکان د وسایلو د غلا په تړاو د یاد ولایت په مرکز نیلي ښلر کې نیولي.