د پشتون زرغون ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د ترهګرو طالبانو له محاصرې خوشي شوي او لس ټُنه خوراکي توکي پرې وېشل شوي

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ "طاقچه" سیمه چې د سرطان میاشتې راپدېخوا د ترهګرو طالبانو په ولکه کې وه، بیاځلي یې تصرف کړې او د یادې سیمې زرګونه تنه مېشتي یې د ترهګرو طالبانو له ظلم، ستم او ځورونې خلاص کړي دي.
له دې امله چې طاقچه مېشتو ناوړه اقتصادي وضعیت درلود، نو د هرات پولیسو له دوی سره د ۱۰ ټُنه خوراکي توکو مرسته کړې ده.
همداراز امنیتي او دفاعي ځواکونو د طاقچه مېشتو لسګونه ټُنه کرنیز حاصلات چې پدې موده کې له خرڅلاو پاتې شوي وو، مرکز ته یې د پلور په موخه لېږلي دي.
دا چاڼیز عملیات چې له څلورو ورځو راهیسې پیل شوي په ترڅ کې یې یادې سیمې ته بېلابېلې غځېدلې مواصلاتي لارې هم خلاصې او د ترهګرو طالبانو لخوا پر عامه لارو فرش شوي ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د طاقچې سیمې اوسېدونکي، مشران او سپین ږیري د دې سیمې د لارو له بیا پرانیستلو خوښي څرګندوي او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه کوي چې له دوی سره یې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.