د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۲۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۱۵:۴۹
gdfg

پولیسو یاد شمېر کسان د وسله والو غلاوو، وژنو، تېرايستنو او اخلاقي بې لاریو په تړاو په پلازمېنه او ولایتونو کې نيولي دي.
د سرپل د امنیه قومندانۍ منسوبینو شپږ کسېزه ډله وسله وال غله له نښتې وروسته د یاد ولایت مرکز سرپل ښار په لومړۍ ناحیه کې نیولي دي. له نیول شوو یو میل کلاشینکوف هم ترګوتو شوی دی.
په ورته وخت کې، جوزجان کې ۵ تنه د تېرایستنو، دوه تنه غله له یو میل تومانچې، برچې او دوه مبایلونو سره په هرات کې امنیتي ځواکونوو نیولي دي. 
له بل لوري، پولیسو ۵ تنه د کورونو د وهلو په تړاو د فراه ښار په پینځمه ناحیه، درې تنه د اخلاقي بې لاریو په تړاو په تخار او غزني کې نیولي دي.
دغه راز، درې تنه د کابل ښار په دریمه امنیتي سیمه او دوه تنه نور چې دوه ورځې وړاندې یې یو تن د کابل ښار په ۱۲ امنیتي سیمه کې وژلی و او ۱۵ زره امریکایي ډالر یې ترې وړي و، د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار ۳ ناحیه کې د یا ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو نیولي دي.