د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۱غله، قاتل او نامسووله وسله وال ونیول شول

د نیمروز، بغلان، بلخ او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې ۱۱ تنه د قتل، د وسایطو غلا او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ نیمروز کې پنځه تنه د قتل، بغلان کې دوه تنه د قتل، بلخ کې درې تنه د غلا او همدارنګه پروان کې هم یو نامسووله وسله وال نیول شوي دي.
همداراز د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو عراده غلا شوې واسطه ترلاسه او څښتن ته یې سپارلې ده.