د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۳:۰
u

د جوزجان، بامیان، پروان، بلخ او کونړ ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه د وژنې او وسله والو غلاو په تور نیولي دي.
له دې منځه د جوزجان ولایت په مرکز کې پینځه تنه د قتل، د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار او دویمه ناحیه کې درې تنه د وسایطو غله او یو د موبایل غل، د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د پینځمې ناحیې په اړوند سیمو کې د موبایل یو حرفوي غل او همدارنګه کونړ کې هم د وسایطو یو غل نیول شوی دی.
همداراز د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غلو او یادو ځواکونو تر منځ د نښتې په پایله کې یو غل وژل شوی او دوه نور نیول شوي دي.
وسله والو غلو غوښتل څو د صرافي یوه هټۍ غلا کړي.