د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۱۲ تنه د انسان تښتونې، وژنې او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

د بلخ، تخار، بامیان، خوست او ننګرهار ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د انسان تښتونې، قتل، وسله والو غلاو او زورواکۍ په تړاو تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
له دې منځه د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې څلور حرفوي غله د یوې موبایل هټۍ د غلا، د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په دوهمه ناحیه کې دوه تنه د انسان تښتونې، غلا او زورواکۍ، د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې څلور تنه د یو عراده فلډر موټر د غلا، د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې یو کس د دوه تنو د قتل او د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم یو کس د قتل قضیې په تړاو نیول شوي دي.