د هېواد د شمالي زون د پنځو ولایتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه په فاریاب ولایت کې ترسره شوه
په دې غونډه کې د بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو مسؤلینو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال او د شمال زون د نظامي محکمو استازو ګډون کړی و.
ګډونوالو د امنیتي وضعیت، جنايي پېښو، د سرحدي ولسوالیو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د دولتي ادارو د اصلاح، د عامه پوهاوي د پروګرامونو او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، پرېکړه وشوه چې په هر ولایت کې دې د دولتي مسؤلینو لپاره یو ورځني اصلاحي سیمینارونه جوړ شي، له ۲۰۰ تنو دیني عالمانو سره دې مشورتي غونډې ترسره شي او په لویو لارو او ښارونو کې دې امنیتي پوستې د اړینو معیارونو مطابق معیاري شي.
د غونډې په پای کې، د بلخ ولایت والي الحاج ملا محمد یوسف وفا د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د امنیت پر تأمین، د خلکو ستونزو ته پر رسېدنې او د مسؤلینو ترمنځ د معلوماتو پر تبادلې ټینګار وکړ.