د هیواد په ۸ ولایتونو کې ۵۱ تنه نیول شوي

یاد کسان د غلا، نشه یي توکو لیږد، د الکولي مشروباتو لیږد، وهل او ټکول، د نشه یي توکو استعمال او نورو جرمونو په تړاو د ۲۴ ګړیو په لړ د پولیسو له لوري د هلمند، کابل، ننگرهار، کنر، تخار، خوست، ارزگان او هرات په ولایتونو کې نیول شوي.
د هلمند پولیسو، ۱۳ تنه د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې د غلا او نورو جرمونو په تړاو نیولي او د نیول شویو کسانو څخه غلا کړل شوي موټرسایکلونه، ټلیفونونه، څلور میله وسلې او نور غلا کړل شوي توکي لاسته راغلي.
په همدې حال کې، ۱۰ تنه د غلا، الکولي مشروباتو او نورو جرمونو په تړاو په کابل کې او ۶ تنه نور د جنایي جرمونو په تړاو په کنړ ولایت کې د پولیسو له لوري نیول شوي.
بل لورته، د پولیسو ځواکونو ۹ تنه په ننګرهار ولایت کې د غلا او ۶ تنه د نشه یي توکو د استعمال په تړاو د تخار ولایت په تالقانو ښار کې نیولي.
د یو بل خبر له مخې؛ دری حرفه اي غله د تلفونونو د غلا په تړاو په خوست او دری تنه د وهلو ټکولو په تړاو د ارزګان په ترینکوټ ښار کې نیول شوي.
دغه راز، سرحدي پولیسو یو تن د تور غنډی په بندر کې نیولی چې غوښتل یې ۳۷ زره آمریکایي ډالر ترکمنستان هیواد ته ولیږدوي.