د هوا د ککړتیا لامل مرکزونو د بندولو لړۍ پیل شوه

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱:۰
5

نن کورنیو چارو وزارت د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره یو ځای په کابل ښار کې د هوا ککړتیا له ځینو سترو مرکزونه سره د مخکېنۍ خپرې شوې ابلاغیې له یاد شویو ټکو د سرغړونې په اساس چلند کړی، چې له امله یې د "آریا او ګلبهار ټاور په نوم ښارګوټي؛ ممتاز محل، خلیج او استقلال د ودونو هوټلونه" تړلي دي.

د جلالتمآب ولسمشر په امر د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د چاپېریال ساتنې ادارې لوړ پوړي پلاوي د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي او د قدرمنو هېوادوالو د شکایتونو په اساس یادې سیمې له نېږدې کتلې او په معیاري او اساسي توګه یې د سون سیستمونو د نه جوړولو او فلترونو د نه لګولو له امله د یادو ښارګوټو او هوټلونو فعالیتونه بند کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت ټینګار وکړ چې هېچاته به اجازه ور نکړي چې د کابل ښار هوا ککړه کړي او زیاته یې کړه، چې سره له دې چې د ښارګوټو، هوټلونو، لوړپوړیزو ودانیو او نورو فعالیتونو خاوندانو ته مهلت ورکړل شوی و؛ خو بیا هم دوی سرغړونه کړې او پولیس به هم د قانون د پلي کولو سربېره قانون ماتوونکي عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري.

د یادولو وړ ده چې د ارزونې او پلټنې په پایله کې تر اوسه په کابل ښار کې ۲۸ فعالیتونه د هوا ککړتیا د سرچینو په تور پېژندل شوي او ډېر ژر به وتړل شي؛ همدا راز هغه ضرب الاجل چې دوی ته ورکړل شوی و، نن پای ته ورسېد او له دې وروسته به په ټول ښار کې د نورو مواردو د پېژندلو په تړاو جدي ارزونه ترسره شي.