د هوايي ‌‌‌‌‌‌ډزو 43 تنه مرتکبین د یو شمېر وسلو سره د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې ونیول شو.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۹:۴۹
r

د کورنیو چارو وزارت د جدي هدایت سره سم د کابل پولیسو په مختلفو ناحیو کې 43 تنه د یو شمېر وسلو سره نیولي. دغه عملیات د شپې ناوخته له هغې وروسته پېل شو چې یو شمېر خلکو د کریکټ د بریا په خوښۍ کې هوایي ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړې او د خلکو رواني امنیت یې تخریب او په ځينو ساحو کې ښاریان زخمي کړل.

د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خلکو جدي هیله لري چې د دغه ناوړه او نامسئولانه عمل څخه په راتلونکي کې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي. د سرغړونکو سره به سخت برخورد وشي، وسلې به یې ضبط او دوی به د قانون منګولو ته وسپارل شي. پولیس مکلف دي چې له دغسې خلکو سره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول رعایت ونکړي.