د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ۶۰۱ لویې لارې کنډک پولیسو پنځو تنو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۶ - ۱۱:۴۵
moi

تېره شپه ترهګرو طالبانو غوښتل د هلمند ولایت په ۶۰۱ لویې لارې اړوند صوفه او سرای اړوند سیمو پوستو برید وکړي چې د پولیسو له چټک غبرګون سره مخ کېږي او له امله یې دوه تنه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دې ترڅنګ، د هلمند ولایت د لویې لارې اړوند سیمو کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شول او د تلاشۍ او تصفیې په برخه کې دوه کیلو مټره پرمختګ راغلی دی.