د هرات ولایت مشران: له خاورې او هېواد څخه د ساتنې لپاره هر ډول سرښندنو ته تیار یو
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال نن له غرمې وروسته د هرات ولایت د مقام په انګړ کې د یاد ولایت له ځینو مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
په دې غونډه کې د هرات والي جنرال عبدالصبور قانع، د ملي امنیت لوی ریاست نظامي مرستیال، د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان او د هرات د ولایتي شورا رییس هم ګډون درلود او د هرات د ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ولسوالیو مشرانو او متنفذینو ته ډاډ ورکړ، چې د امنیتي پلانونو په تطبیق سره به د هرات ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
جنرال عبدالستار میرزکوال د ترهګرو طالبانو د ځپلو په برخه کې له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له امله له هرات مېشتو مننه او درناوی وکړ.
د هرات ولایت مشرانو هم له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې له خاورې او هېواد څخه د دفاع او ساتنې لپاره هر ډول قربانیو ته تیار دي.